کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف: د غزې د شمالي ټول نفوس د مرګ له خطر سره مخامخ دی

13 عقرب 1403 ساعت 18:37

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د غزې په شمال کې ټول فلسطیني وګړي د ناروغیو، لوږې او یا هم د اسرائیلي پوځ له خوا د «پرله پسې بمباریو» له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.


آوا: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (یونیسف) مشرې کاترین رسل خبرداری ورکړی، چې د غزې په شمال کې ټول فلسطینیان د ناروغیو، قحطۍ او یا هم د پرله پسې بمباریو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. 
یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې د کډوالو د اتو تاریخي کمپونو له ډلې تر ۵۰ ډېر ماشومان وژل شوي دي، چې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د استوګنې دوه ودانۍ ویجاړې شوې دي.
رسل په اسراییلو غږ وکړ چې د نړیوالو قوانینو سره سم د ملکي راټولولو ځایونو او همدارنګه د مرستندویه ځواکونو ساتنه وکړي. هغه زیاته کړه: هیڅ یو نړیوال قانون اجازه نه ورکوي چې په یوه سیمه کې د خلکو او څیزونو داغونه د پوځي هدف په توګه وګڼل شي. په ملکي وګړو بریدونه، د بشري کارکونکو په ګډون او د غزې ملکي زیربناوې او تاسیسات باید ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د اکتوبر له میاشتې راهیسې غزې ته ټولې بهرنۍ مرستې محدودې کړي او د بشري توکو د ننوتلو اجازه نه ورکوي.


د مطلب کود: 299885

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299885/یونیسف-د-غزې-شمالي-ټول-نفوس-مرګ-له-خطر-سره-مخامخ-دی

آوا
  https://www.avapress.net