کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پروان په غوربند ولسوالۍ کې د هنري او ساینسي علومو لومړنی نندارتون جوړ شو

13 عقرب 1403 ساعت 15:51

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د هنري او ساینسي نندارتون په ترڅ کې ځوانانو خپل اختراعات نندارې ته وړاندې کړل.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پروان ولایت په غوربند ښار کې د هنري او کلتوري اثارو د نندارتون د جوړولو خبر ورکړی. دغه وزارت زیاتوي چې دغه نندارتون د لومړي ځل لپاره د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې په شاندارو مراسمو سره جوړ شو چې پکې لسګونو ځوانانو خپل هنري، علمي اختراعات، کلتوري اختراعات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال د یاد نندارتون د تنظیم مسؤل سخي ګل ابدالي ځوانانو ته د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د ځوانانو لپاره یې د اسلامي امارت د فعالیتونو قدرداني هم وکړه.

ښاغلي ابدالي ويلي دي چې د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د ځوانانو د استعدادونو وده او د هغوی د علمي ظرفیت لوړول دي.

سرچینه: د افغان غږ آژانس (آوا)- کابل


د مطلب کود: 299873

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299873/د-پروان-په-غوربند-ولسوالۍ-کې-هنري-او-ساینسي-علومو-لومړنی-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net