رسنیو خبر ورکړی، چې یو شمېر متقاعدینو یو ځل بیا د مالیې وزارت مخې ته د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله راټول شوي دي.
د حکومت څخه د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د متقاعدینو لاریون
13 عقرب 1403 ساعت 14:42
رسنیو خبر ورکړی، چې یو شمېر متقاعدینو یو ځل بیا د مالیې وزارت مخې ته د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله راټول شوي دي.
آوا - کابل: د متقاعدینو په خبره، د ژمي موسم په رارسېدو دی او دوی له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
په دې غونډه کې دوی له اسلامي امارت څخه د دوی د معاشونو د ژر تر ژره د ورکړې غوښتنه وکړه.
عبدالواسع قانع وويل: متقاعدین ډوډۍ نه لري، اوبه نه لري، اولادونه يې په سختو کارونو پسې تللي او په کوڅو کې جوار پلوري او يا په ليلامیو شیان پلوري.
یو بل متقاعد شخص غلام وویل: «له درې کلونو څخه زیات وخت کیږي چې دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی. هر یو له پنځو څخه تر لسو د کورنۍ غړي لري.
اسلامي امارت د دې غوښتنې په اړه چې په پرله پسې ډول د متعصبو کړیو له لوري مطرح کیږي، څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د خپلو معاشونو د نه ورکړې په اعتراض په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر مخې ته راټول شوي وو. دوی له یوناما څخه وغوښتل چې د متقاعدینو د معاشونو په ورکولو کار پیل کړي.
د مطلب کود: 299862