دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 299754
په هلمند کې له غاصبینو څه باندې ۱۲ زره جریبه ځمکه بېرته ونیول شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند د کرنې ریاست په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۱۲ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امنیتي ځواکونو په همکارۍ ۱۲۸۰۰ جریبه غضب شوي ځمکه په تېرو دوو اوونيو کې د دغه ولايت د ګرشک، مارجې، واشير، ګرمسېر، ناوې، نهرسراج، باباجي، سنګين او نادعلي په بېلابېلو ولسواليو کې له غاصبينو بېرته نيول شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغو ځمکو څخه د غاصبینو خپلسري او غیر قانوني تعمیرونه له منځه وړل شوي او سرغړونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي لړۍ دوام لري.
https://avapress.net/vdcbs9b5arhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته