کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې له غاصبینو څه باندې ۱۲ زره جریبه ځمکه بېرته ونیول شوه

12 عقرب 1403 ساعت 10:31

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند د کرنې ریاست په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۱۲ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته نیولې ده.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امنیتي ځواکونو په همکارۍ ۱۲۸۰۰ جریبه غضب شوي ځمکه په تېرو دوو اوونيو کې د دغه ولايت د ګرشک، مارجې، واشير، ګرمسېر، ناوې، نهرسراج، باباجي، سنګين او نادعلي په بېلابېلو ولسواليو کې له غاصبينو بېرته نيول شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغو ځمکو څخه د غاصبینو خپلسري او غیر قانوني تعمیرونه له منځه وړل شوي او سرغړونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 299754

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299754/په-هلمند-کې-له-غاصبینو-څه-باندې-۱۲-زره-جریبه-ځمکه-بېرته-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.net