کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین او روسیه خپلې پوځي همکارۍ پیاوړې کوي

11 عقرب 1403 ساعت 11:23

د چین د دفاع وزارت پرون (پنجشنبه د عقرب ۱۰مه) وویل چې د نړیوال ثبات او امنیت د ساتلو لپاره به له روسیې سره پوځي همکاري پیاوړې کړي.


آوا: د چین د دفاع وزارت ویاند جانګ شیاوانګ پرون (پنجشنبه) وویل چې بیجینګ او مسکو د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتلو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
جانګ په دې خبري ناسته کې څرګنده کړه: "چين او روسيې په پرله پسې توګه په بېلا بېلو ساحو کې ستراتيژيکې همکارۍ او هراړخيزې عملي همکارۍ ژورې او پراخې کړې دي."
د «سپوتنیک» خبري آژانس د خبر له مخې هغه په ​​دې اړه وویل: «دا به نه یوازې د چین او روسیې د خلکو د هوساینې له ښه والي سره مرسته وکړي، بلکې د نړیوال ستراتیژیک ثبات په ساتلو او د نړیوال عدالت په ټینګولو کې به هم مهم رول ولوبوي».
تر دې مخکې د امریکا د فضايي ځواکونو لوړپوړي چارواکي جنرال ډیوین پیپر ویلي وو، چې د روسیې او چین تر منځ مخ په زیاتیدونکي همکارۍ واشنګټن فکر کوي، چې دواړو هېوادونو یو داسې اتحاد جوړ کړی، چې له خپلو اختلافاتو سره سره له ناټو څخه کم نه دی.


د مطلب کود: 299720

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299720/چین-او-روسیه-خپلې-پوځي-همکارۍ-پیاوړې-کوي

آوا
  https://www.avapress.net