د هیواد په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د سرو زرو د مینځلو د یوې فابریکې د نړېدو له امله درې تنه کارکوونکي مړه شوي دي.
په بدخشان کې د سرو زرو د مينځلو د يوې فابريکې د نړېدو له امله ۳ تنه مړه شوي دي
10 عقرب 1403 ساعت 20:06
د هیواد په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د سرو زرو د مینځلو د یوې فابریکې د نړېدو له امله درې تنه کارکوونکي مړه شوي دي.
آوا - کابل: د مشال راډيو د راپور له مخې، په بدخشان کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دا پېښه د اکتوبر په ۲۹مه د ارغونجاوه ولسوالۍ په تخارچه سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، دا پېښه هغه مهال وشوه چې پر دغو کارکوونکو د کار پر مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.
هغه زیاته کړی: د دغو دریو تنو کارګرانو جسدونه د امارت اسلامی د امنیتي ځواکونو له خوا د ویجاړې شوې فابریکې له خاورو څخه را ایستل شوي دي او د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
په بدخشان ولایت کې له دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو مهم لامل یې دا ښوول شوی چې د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.
د مطلب کود: 299718