د مزارشريف ښاروال د ١٤٠٣ کال د دويمې ربعې د فعاليتونو، عوايدو او روانو پروژو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د ښار د پراختيا لپاره د هڅو د دوام خبرې وکړ.
مزارشريف ښار کې د ښاري پراختيا ۴۳ پروژو چارې روانې دي
10 عقرب 1403 ساعت 17:20
د مزارشريف ښاروال د ١٤٠٣ کال د دويمې ربعې د فعاليتونو، عوايدو او روانو پروژو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د ښار د پراختيا لپاره د هڅو د دوام خبرې وکړ.
آوا - کابل: د مزارشريف ښاروال مولوي محمد کاظم طارق د یوې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې ويلي دي چې د روان کال په دويمه ربعه کې ٢١٨ ميليونه افغانۍ راټولې شوي او د ٤٣ پروژو له جملې څخه د ځينو بنسټيزو پروژو کارونه په چټکۍ سره د ترسره کېدو په حال کې دي.
هغه له ښاریانو او ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د عوایدو راټولولو، د پورونو د ادا کولو او د صفايي مالیې په ورکړه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، ترڅو دغه اداره وکولای شي په مزارشریف کې نورې رغنیزې پروژې پلې کړي.
په دغه غونډه کې د ښاروالۍ د سکتوري چارو رئیس استاد محمد جاوید مایار هم د ترسره شویو چارو، سرسبزۍ، او پروژو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې او ویلي دي چې د مزار شریف ښاروالۍ کاري پرسونل هڅه کوي، چې شپه او ورځ خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي او له ښاریانو یې وغوښتل، چې د ښار د پاکوالي او پرمختګ لپاره د ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د مزار شریف ښاروالۍ د دویمې ربعې پروژو لپاره په بشپړ ډول خپل عواید له داخلي بودجې څخه تمویل کړي او دغه هڅې د ښار د پرمختګ لپاره دوام لري.
د مطلب کود: 299712