کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د سوداګرو او بزګرانو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې نوې اسانتیاوې رامنځته شوې

10 عقرب 1403 ساعت 15:42

په ننګرهار ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د څه باندې ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي تړونونه لاسلیک شول.


آوا - کابل: د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين ویلي دي چې په دغه ولايت کې د دوه اعشاريه اووه ميليونه افغانيو په ارزښت د کرنيزو محصولاتو د پېر او پلور قرارداد لاسليک شوی دی.

په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلینو ویلي چې د یاد ریاست په همکارۍ د افغاني ارزښت د زنځیر پروګرام له لارې د ختیځ زون د تولیدونکو او سوداګرو ترمنځ د ۲ میلیونه ۷۲۲ زره ۵۴۰ افغانیو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور قرارداد ترسره شوی دی. او تړون هم لاسلیک شوی دی.

بايد يادونه وشي، چې په هېواد کې د دې او همداراز داسې نورو پروګرامونو د پلي کېدو موخه د محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول او د سوداګرو او بزګرانو ترمنځ همغږي ده./باختر


د مطلب کود: 299706

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299706/په-ننګرهار-کې-د-سوداګرو-او-بزګرانو-ترمنځ-همغږۍ-برخه-نوې-اسانتیاوې-رامنځته-شوې

آوا
  https://www.avapress.net