د اسلامي مقاومت جبهې د ګوندونو د ایران د وسله والو ځواکونو څخه د غاصب صهیونیسټي رژیم د ناکامه تیري په وړاندې د قاطع ځواب لپاره غوښتنه
د اسلامي مقاومت جبهې ګوندونه په یوه بیان کې د خپلې اوومې غونډې په پای کې په تهران کې د موتلفه اسلامي ګوند په کوربه توب، «د اسلامي انقلاب د ستر رهبر، حضرت امام خامنه اي (حفظهالله) د مدبرانه لارښوونې» د ستاینې او اطاعت په ضمن، «د ایران په خاوره د غاصب صهیونیسټ رژيم وروستی ناکام یرغل» په غندلو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت له وسله والو ځواکونو څخه غوښتنه کړي دي چې په خپل قاطع ځواب کې، د وعده صادق ۳ عملیاتو په ترڅ کې دوی باید د یوې داسې سخته ضربې سره د "امریکا لیوني سپي" باندې ګوزار وکي چې نړۍ له دې فساد او ناامنۍ څخه وژغورل شي، په سیمه کې به سوله راشي او دا سپیڅلی قدس شریف د اسلام او مسلمانانو په ولکه کې راشي.
آوا)ګ - تهران: د اسلامي مقاومت جبهې د ګوندونو اوومه غونډه د فلسطین، لبنان، عراق، یمن، افغانستان او هند د ګوندونو په شتون سره د اسلامي موتلفه ګوند په کوربه توب او د «نصرالله مکتب، د الله په لاره کې د جهاد دوام، د حزب الله واک» په شعار سره ترسره شو. د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړ.
د دې غونډې د وروستۍ اعلامیې بشپړ متن په لاندې ډول دی:
د اسلامي مقاومت جبهې د ګوندونو استازي په خپله اوومه غونډه کې چې یکشنبه د لړم ۶مه، د موتلفه اسلامي ګوند په کوربه توب ترسره شو، د اسلامي مقاومت د ګډې جګړې او د صهیونیسټ رژیم د نیابتي جګړې د وضعیت د څیړلو په ضمن او د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په وړاندې د صهیونیسټانو د بشر ضد جنایتونو او نسل وژنې او د مقاومت د مشرانو لکه سید حسن نصرالله، اسماعیل هنیه، یحیی سنوار، سید هاشم صفی الدین، سردار نیلفروشان د شهادت پېښې په غندلو سره په لاندې ټکو ټینګار وکړ؛
1- د الاقصی طوفان عملیات، د فلسطین د ملت د امنیت او خپلواکۍ یو مشروع او حقه دفاع وه او د مقاومت په جبهه کې د نورو مسلمانانو په تېره بیا د حماس، اسلامي جهاد او حزب الله د جنګیالیو ملاتړ یو انساني او دیني دنده ده.
2- د فلسطینیانو او لبنانیانو فدایی فعالیتونه او مخامخ مقابلې چې د نتانیاهو د صهیونیسټ له جنایتکارانو سره ترسره شوي دي او اوس هم په چټکتیا دوام لری د زړورتيا او شهادت څخه ډک د اسراییل د جعلي رژيم د تباهي په لور مخ په وړاندې دوام لری.
3- د الاقصی طوفان جګړه د سلګونو مجاهد خبریالانو او د مقاومت د زړورو جنګیالیو په قربانیو سره وتوانید چې د فلسطین د مظلوم ولس غږ د نړۍ ټولو براعظمونو ته ورسوي او د حق غوښتونکو او مجرمینو ترمنځ یو نوی سمون رامنځته کړي.
4- نن ورځ د اسرایلو جعلي رژیم د نړۍ د خلکو په ذهنونو کې د نړۍ تر ټولو کرکه او جنایتکاره ناامنه، غیر قانوني او قانون ماتونکې ډله ګڼل کیږي.
5- د اسلامي مقاومت جبهې ګوندونه په فلسطین او لبنان کښې د ماشومانو د وژلې او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د نړيوالو مجلسونو په تېره بيا د عربي او لويديځو هېوادونو د مشرانو چوپتيا او بې پروايي په غندلو سره خپله دنده ګڼي چې د فلسطین او لبنان له مظلومو خلکو او له صهیونیسټانو سره په مبارزه کې د زړورو او تکړه جنګیالیو د سپیڅلي قدس ښار تر آزادولو پورې په دوامدار ډول ملاتړ وکړي.
6- اسلامي مقاومت جبهې ګوندونه د اسلامي انقلاب د ستر رهبر، حضرت امام خامنه اي (حفظه الله) د مدبرانه لارښوونې او د بیت المقدس له ازادۍ او د غزې او لبنان د مظلومو او ځپل شویو خلکو د دفاع لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت ملاتړ د ستاینې او اطاعت په ضمن د ایران په خاوره د صهیونیسټ رژیم د وروستیو ناکامو تیریو په غندلو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت له وسله والو ځواکونو څخه تمه لري چې په خپل قاطع ځواب کې، د وعده صادق ۳ عملیاتو په ترڅ کې دوی باید د یوې داسې سخته ضربې سره د "امریکا لیوني سپي" باندې ګوزار وکي چې نړۍ له دې فساد او ناامنۍ څخه وژغورل شي، په سیمه کې به سوله راشي او دا سپیڅلی قدس شریف د اسلام او مسلمانانو په ولکه کې راشي.