د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لومړي ځل لپاره په بامیان، غور، هرات، میدان وردګ او جوزجان ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ د ویش پروګرام پیل کړ.
د لومړي ځل لپاره؛
د هېواد په پنځو ولایتونو کې د نوري فایبر د نښلولو پروژه پیل شوه
9 عقرب 1403 ساعت 14:27
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لومړي ځل لپاره په بامیان، غور، هرات، میدان وردګ او جوزجان ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ د ویش پروګرام پیل کړ.
آوا - کابل: د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې دغه پروژه د لوړ سرعت او ارزانه انټرنېټ د کیفیت د لوړولو او په دې برخه کې د ډیجیټل زیربناوو د برابرولو په موخه په لاره اچول شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو په ولايتونو کې د انټرنېټ د لوړ سرعت له نشتوالي شکايت کړى و.
د مطلب کود: 299614