د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښاروال اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو پرمختيايي پروژو کار پيل شو.
په لغمان کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پرمختیايي پروژو کار پیل شو
9 عقرب 1403 ساعت 11:15
د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښاروال اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو پرمختيايي پروژو کار پيل شو.
آوا - کابل: په دغو پروژو کې د اوبو د دوو شبکو جوړول، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کچره دانې او د ښار د روښانولو لپاره د څراغونو نصبول شامل دی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د دولت له داخلي بوديجې څخه پراختيايي پروژې پيل شوې وې.
د مطلب کود: 299588