د اذربایجان د "اکیلیک گروپ" شرکت چارواکي د رئیس الوزرا د دفتر له مشر سره په کتنه کې په دغه هېواد کې په ساختماني پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
د اذربایجان شرکت په افغانستان کې په ساختماني پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا لري
9 عقرب 1403 ساعت 10:17
د اذربایجان د "اکیلیک گروپ" شرکت چارواکي د رئیس الوزرا د دفتر له مشر سره په کتنه کې په دغه هېواد کې په ساختماني پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
آوا - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رئیس الوزرا د دفتر رئیس ملا عبدالواسع د اذربایجان د اکلیک ګروپ شرکت له چارواکو او استازي خګاني نوریف سره وکتل.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د ياد شوي شرکت مسوول په دې ناسته کې وويل چې د اذربايجان د "اکليک ګروپ" شرکت د اوبو لګولو او د څښاک د اوبو، د برېښنا بندونو د جوړولو، د سړکونو د جوړولو، د ودانيو د جوړولو او د ښاري فاضله اوبو د پاکولو په برخو کې په ازبکستان کې او د نورو هیوادونو پروژې هغه لویې پروژې تطبیق کړې او په دې برخه کې کافي تجربه لري.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې دغه شرکت له اسلامي بانک او نړيوال بانک سره همکاري کوي.
ښاغلي نوري په افغانستان کې په ساختماني پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
له بلې خوا د رئیس الوزرا د دفتر رييس وويل چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د سوداګرو له ليوالتيا خوښ دى او د هغوى د تجربو او مشورو له شريکولو څخه هرکلى کوي.
د مطلب کود: 299573