له افغان شخصيتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوى د راستنېدو کمېسيون د کندز د ولايتي شورا د رئيس په ګډون د تېرې ادارې يو شمېر مسوولينو ته د معافيت کارتونه وېشلي دي.
د تېرې ادارې راستنېدونکو چارواکو ته د معافیت د کارتونو وېش
9 عقرب 1403 ساعت 9:42
له افغان شخصيتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوى د راستنېدو کمېسيون د کندز د ولايتي شورا د رئيس په ګډون د تېرې ادارې يو شمېر مسوولينو ته د معافيت کارتونه وېشلي دي.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د کندز د ولایتي شورا د رئیس په ګډون د تېرې ادارې یو شمېر چارواکو ته د دغه کمېسیون له خوا د معافیت کارتونو د وېش په اړه خبر ورکړی دی.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د یاد کارت په ترلاسه کولو سره د تېرې ادارې مسوولینو هېواد ته د افغانانو د راستنېدو لپاره د مناسبو زمینو په رامنځته کولو کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه.
دوی د دې په بیانولو سره چې بېلابېلو ولایتونو ته یې سفرونه کړي او پرته له کومې ستونزې ژوند کوي، وویل چې افغانستان نور باید د جګړې ډګر نه وي او ولس له شته امنیت څخه راضي وی او له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
له بلې خوا د افغان شخصیتونو او هیواد ته د هغوی د راستنیدو د کمیسیون رئیس مولوي ذاکر الله ذاکر د دوی د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت د ښې راتلونکې او د ولس د ستونزو د حل په موخه د عمومي عفوې حکم نافذ کړي.
هغه له هغوی هم وغوښتل چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د پخوانۍ ادارې نورو چارواکو ته چې په بهر کې ژوند کوي معلومات ورکړي.
د مطلب کود: 299566