په غزه کښې د شهیدانو شمیر له ۴۳ زرو تنو اوښتی / په لبنان کې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۲ زره او ۷۱۰ تنو ته رسیدلی دی
آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو وروستۍ احصائیه خپور کړ.
د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو په پایله کې، ۴۳ زره ۶۱ تنه شهیدان شوي دي.
دغه راز د فلسطین دغه طبي موسسې وویل په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په حملو کښې په دغه سیمه کښې د جنګ له پیل څخه تراوسه د ژوبل شویو کسانو شمیر ۱۰۱ زره او ۲۲۳ تنو ته رسیدلی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې څلور جنایتونه او قتلونه کړی دی.
همدارنګه د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ د تیرې شپې په بریدونو کې ۴۱ تنه شهیدان شوي او ۱۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په کوڅو او سړکونو کې تر خاورو لاندې پراته دي او نیواکګر دوی ته د مرستو رسولو مخه نیسي.
د لبنان د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې په دغه هیواد کښې د صهیونیسټانو د حملې له پیله تراوسه د شهیدانو شمیر ۲۷۱۰ ته رسیدلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د صهیونیسټ رژیم د حملو په نتیجه کښې ۱۲۵۹۲ کسان ژوبل شوی دی.