کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استرالیا له افغانستان سره د ۱.۳ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه

8 عقرب 1403 ساعت 18:09

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له افغانستان سره د اسټرالیا ۱.۳ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د سه شنبې په ورځ د اسټرالیا له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې دا مرسته به له بشري شریکانو سره مرسته وکړي چې د هیواد له ډیرو زیانمنو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.
اوچا سږ کال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د اوچا په وینا د بودیجې یوازې لږه برخه ورکړل شوې ده.
دغه دفتر وايي، د ژمي پر مهال په افغانستان کې د زیانمنو سیمو د حل لپاره ۶۰۳.۵ میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده.


د مطلب کود: 299550

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299550/استرالیا-له-افغانستان-سره-د-۱-۳-میلیونه-ډالرو-مرستې-ژمنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net