د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې ۴۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
له پاکستان څخه هیواد ته د ۴۸ کډوالو کورنیو بیرته ستنیدل
8 عقرب 1403 ساعت 15:53
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې ۴۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې د کډوالو د نوم لیکنې او ثبت د کمیټې رئیس ویلي چې دغه د ۴۸ کورنۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د مرستې د ترلاسه کولو په موخه اړوندو دولتي بنسټونو او مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ايستلو لړۍ روانه ده.
د مطلب کود: 299540