دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 299532
د کرنې وزارت مرستیال د کرنې د پراختیا په نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال د کرنې د ودې او پراختیا او د بې وزلۍ د کمولو په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، عقرب ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني به په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لاره چین ته تللي دي. 
دغه غونډه به د چین په پلازمېنه بېجینګ کې جوړه شي، چې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې وزارت ۳۰۰ چارواکي په کې ګډون لري.
په پام کې ده چې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د وضعیت او فرصتونو په اړه وینا وکړي او د تجربو تبادله وکړي.
https://avapress.net/vdcfm1d00w6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته