کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت مرستیال د کرنې د پراختیا په نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ

8 عقرب 1403 ساعت 14:34

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال د کرنې د ودې او پراختیا او د بې وزلۍ د کمولو په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.


آوا - کابل: د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، عقرب ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني به په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لاره چین ته تللي دي. 
دغه غونډه به د چین په پلازمېنه بېجینګ کې جوړه شي، چې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې وزارت ۳۰۰ چارواکي په کې ګډون لري.
په پام کې ده چې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د وضعیت او فرصتونو په اړه وینا وکړي او د تجربو تبادله وکړي.


د مطلب کود: 299532

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299532/د-کرنې-وزارت-مرستیال-پراختیا-په-نړیواله-غونډه-کې-ګډون-موخه-چین-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.net