کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د پلان د تطبیق د څرنګوالي په اړه بحث وشو

8 عقرب 1403 ساعت 11:54

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د نوي کابل ښار د پراختیا له رئیس سره د نوي کابل ښار د لومړي فاز پلان د ارزونې او تطبیق پر څرنګوالي خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (د لړم ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني د نوي کابل ښار د پراختیا رئیس میرزاده او نورو مشرانو او اړوندو مسوولینو د نوي کابل ښار د لومړي فاز پلان د ارزونې او تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، په دې سروې کې د کابل د نوي ښار اوسنی پلان ارزول شوی او د هغې د تطبیق پر لارو چارو او د پخوانیو حقوقي او تخنیکي ستونزو د حل پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
د دغه وزارت سرپرست وايي، د نوي کابل ښار د پراختيا رياست يو شمېر مسوولينو ته اړينه ده، چې د دغه پلان د عملي کېدو په برخه کې په سمه توګه څارنه وکړي.
شیخ نعماني زیاته کړه، د حقوقي اعتبار اداره باید د قراردادونو او عملي قضیو په هر اړخیزه څېړنه کې ټولې حقوقي ستونزې حل کړي او که ستونزې نه وي، پانګوالو شرکتونو ته باید د کار اجازه ورکړل شي.
هغه وویل، په راتلونکي کې باید د خلکو او پانګوالو شرکتونو تر منځ د حقوقي لانجو مخه ونیول شي، څو شرکتونه یوه نمره ځمکه دوه یا درې ځلې ونه پلوري او نه خلک د ځمکې په ورکړه کې د خنډ او ځنډ لامل شي.


د مطلب کود: 299515

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299515/د-نوي-کابل-ښار-لومړي-فاز-پلان-تطبیق-څرنګوالي-په-اړه-بحث-وشو

آوا
  https://www.avapress.net