کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسینی مزاری په تهران کی د اسلامی مقاومت جبهی د ګوندونو په غونډه کی؛

د افغانستان خلک په فلسطین او لبنان کې د اسلامي مقاومت له غورځنګ سره دي

8 عقرب 1403 ساعت 11:36

د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر په تهران کې د ایران د موتلفه اسلامی ګوند لخوا، د اسلامي مقاومت جبهې د ګوندونو په اوومه غونډه کې په دې خبرې سره چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې د فلسطین او لبنان د تحولاتو په اړه څرګند دریځونه درلودل، او په رسمي ډول په ټولو صحنو کې جدي شتون لري، ټینګار وکړ: د افغانستان خلک په فلسطین او لبنان کې د اسلامي مقاومت له غورځنګ سره دي او د دوی په درد او غم کې ځانونه شریک ګڼي.


آوا - تهران: د اسلامي مقاومت جبهې د ګوندونو اوومه غونډه د «نصرالله مکتب، د الله په لاره کې د جهاد دوام، د حزب الله واک» تر سرلیک لاندې د یکشنبې ورځ ماسپښین د لړم ۶مه، د ایران د اسلامی جمهوریت د موتلفه اسلامی ګوند لخوا په تهران کې د دغه ګوند په دفتر کې ترسړه شوه. په دې غونډه کښې د اسلامی مقاومت د ګوندونو استازو او د هغوی پلویانو له فلسطین، لبنان او یمن څخه د ایران او افغانستان، عراق، هند، پاکستان او... پورې ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر، حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د افغانستان استازیتوب وکړ.

د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر، حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری په دې غونډه کې په خپله وینا کې، په لبنان او غزه کښې له شهید سید حسن نصرالله څخه تر یحیی سنوار پورې، د مقاومت د وروستیو شهیدانو د شهادت په مناسبت د تسلیت مراتب وړاندې کولو او همدارنګه د موتلفه اسلامی ګوند د عمومی منشی، د ډاکټر اسدالله بادامچیان د خور د مړینې په مناسبت د تسلیت ویلو سره وویل چې د افغانستان خلک او د دغه هېواد حاکمیت نه یوازې د اکتوبر له اوومې وروسته د الاقصی طوفان د ویاړلو عملیاتو له پیل څخه بلکې د فلسطین د مسئلې له پیل څخه د دغه هېواد او لبنان له خلکو سره په جدی توګه، هم د سختې جګړې او هم د نرمې جګړې په ډګر کې شتون درلود.

هغه زیاته کړه؛ د الاقصی طوفان عملیاتو په پیل کې د تبیان مرکز لخوا د حماس غورځنګ ته یو پیغام استول شو او چمتووالی اعلان شو چې په زرګونو افغانان د غزې د خلکو تر څنګ د صهیونیسټي دښمن په وړاندې د جنګ لپاره تیار دي.

حسیني مزاري دا وويل چې په اوسنیو حالاتو کې هم د افغانستان اوسنی حکومت او هم ولسی خوځښتونه او په ځانګړې توګه د تبیان مرکز، چې د جمهوريت نظام په شل کلنه موده کې د امریکا او تر څلویښتو نورو لویدیځو هیوادونو د شتون تر سیوري لاندې، په هیواد کې د قدس د نړیوالې ورځې د لمانځلو بنسټګر او د فلسطین ملاتړ دی، د لبناني او فلسطیني وروڼو تر څنګ جګړې ته چمتو دي.

هغه یادونه وکړه چی په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې یو ټول شموله اسلامي حکومت رامنځ ته شوی دی او نن زموږ هیواد له ایران او سوریې وروسته د دریم هیواد په توګه، د فلسطین او لبنان د تحولاتو په اړه واضح دریځ او په رسمي توګه په ټولو صحنو کې جدي شتون لری.

د تبیان مرکز رئیس دا هم یادونه وکړه چې د نرمې جګړې په ډګر کې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې زموږ د هیوادوالو له خوا په فلسطین او لبنان کې د مقاومت په ملاتړ پراخې مظاهرې او ګڼې غونډې وشوې، او د سایبري ميدان په شمول د فرهنګی او رسنیزو چارو په ډګر کې د تبیان مرکز له خوا د مقاومت څخه د ملاتړ په برخه کې دروند کار شوی دی.

هغه يادونه وکړه چې د دې موقفونو او چلند له امله، د تبیان مرکز تل تر سختو بریدونو لاندې دی، خو بیا هم وتوانېد چې دغه فشارونه په ښه توګه تېر کړي.

حسیني مزاري یو ځل بیا په دې خبره ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک په فلسطین او لبنان کې د اسلامي مقاومت له غورځنګ سره دي او د دوی په درد او رنځ کې ځانونه شریک ګڼي.

هغه د غزې او لبنان د مجاهد او اتل ولس څخه مننه او قدرداني وکړه چې دوی په حقیقت کې د ټولې اسلامي نړۍ په استازیتوب د امریکا او صهیونیسټي دښمن په مشرۍ د نړیوال استکبار پر وړاندې د جهاد په لومړۍ کرښه کې دي او موږ په افغانستان کې د دوی په هر یو ویاړو. دوی د نړیوال استکبار پر وړاندې د یوې نوې لارې، نوي فکر او نوي حکومت د رامنځته کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دغه ممتاز کلتوري او ټولنيز فعال هيله څرګنده کړه چې موږ د فکري او کلتوري فعالیتونو سره، وکولای شو د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو د څرنګوالی په هکله چې د امریکا په مستقیم ملاتړ سره ترسره کېږي د نړۍ د خلکو نظرونه روښانه کړو.


د مطلب کود: 299510

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299510/د-افغانستان-خلک-په-فلسطین-او-لبنان-کې-اسلامي-مقاومت-له-غورځنګ-سره-دي

آوا
  https://www.avapress.net