دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 299496
د کندهار د انارو لومړۍ جوپه قزاقستان ته ولېږل شوه
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د کندهار ولایت ۲۳ ټنه انار د تورغونډۍ له بندر څخه د دغه هېواد د سوداګرو له خوا د قزاقستان جمهوریت الماتې ښار ته صادر شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یو تن صادرونکي قزاقستان جمهوریت ته د انارو د صادراتو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي: دا لومړی ځل دی چې د کندهار ولایت انار دغه هېواد ته صادرېږي.

د یادولو وړ ده چې قزاقستان ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تفاهم لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړی وار دی چې قزاقستان ته صادریږي.

د خبرپاڼې په حواله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د انارو د لومړۍ جوپې د صادرولو هرکلی کوي او له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي او ژمن دی چې د هېواد تولیدات نورو هېوادونو ته هم وړاندې کړي.
https://avapress.net/vdceoo8wpjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته