کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د انارو لومړۍ جوپه قزاقستان ته ولېږل شوه

8 عقرب 1403 ساعت 10:07

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د کندهار ولایت ۲۳ ټنه انار د تورغونډۍ له بندر څخه د دغه هېواد د سوداګرو له خوا د قزاقستان جمهوریت الماتې ښار ته صادر شول.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یو تن صادرونکي قزاقستان جمهوریت ته د انارو د صادراتو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي: دا لومړی ځل دی چې د کندهار ولایت انار دغه هېواد ته صادرېږي.

د یادولو وړ ده چې قزاقستان ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تفاهم لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړی وار دی چې قزاقستان ته صادریږي.

د خبرپاڼې په حواله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د انارو د لومړۍ جوپې د صادرولو هرکلی کوي او له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي او ژمن دی چې د هېواد تولیدات نورو هېوادونو ته هم وړاندې کړي.


د مطلب کود: 299496

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299496/د-کندهار-انارو-لومړۍ-جوپه-قزاقستان-ته-ولېږل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net