د المپیک ملي کمیټې اعلان وکړ چې د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د جیت کواندوی لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه.
ازبکستان ته د هېواد د ووشو ورزشي ټیم سفر
8 عقرب 1403 ساعت 10:02
د المپیک ملي کمیټې اعلان وکړ چې د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د جیت کواندوی لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه.
آوا: د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مطبوعاتي دفتر وايي، دغه لوبډله چې د پنځو ورزشکارانو او څلور کسیز پلاوي په ګډون په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه روانه ده.
دغه لوبې په تاشکند کې په درې ورځو کې د څوارلسو هېوادونو ترمنځ په یوولسو بېلابېلو دورو کې ترسره کېږي.
د مطلب کود: 299493