افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې تېر کال د هوا د خرابوالي له امله په خلم کې د انارو حاصلات کم وو.
د سمنګان د کرنې رياست د کرنې رييس وايي، هڅه کوي د ښه چاپېريال په رامنځته کولو او د کروندګرو او باغ لرونکو په ملاتړ د انارو حاصلات زيات کړي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د کافي اورښتونو له امله د هېواد په کرنيزو محصولاتو کې زياتوالى راغلى دى.