کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اتلولۍ مبارکي وویله

7 عقرب 1403 ساعت 12:24

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د اسیا ایمرجینګ ټیمونو کپ سیالیو کې د هیواد د کرکټ لوبډلې د بریا له امله د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وویله.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایمرجینګ اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. 

هغه زياته کړه، چې د ورزش په ډګر کې د دې بريا مبارکي ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د اسیا د ځوانانو په کپ سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو له امله د کرکټ لوبغاړو او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله.

له بلې خوا د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسيا د ځوانانو د ملتونو د جام په سياليو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بريا او د هېواد د ١٧ کلنو د فوټبال د ملي لوبډلې د بريا له امله هېوادوالو ته مبارکي وويله. 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ایمرجینګ ټیمونو کپ په پای لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او د اسیا اتلولي یې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان، هند، پاکستان، سريلانکا، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او عمان څخه اتو لوبډلو په شل اوريزو سياليو کې چې په عمان کې ترسره شوې، ګډون کړى و.


د مطلب کود: 299434

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299434/اسلامي-امارت-د-افغانستان-کرکټ-الف-لوبډلې-اتلولۍ-مبارکي-وویله

آوا
  https://www.avapress.net