کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج په مخنیوي د کانونو وزارت ټینګار

7 عقرب 1403 ساعت 11:09

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره په کتنه کې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کانونو د اغېزمن مدیریت، د قاچاق د مخنیوي او د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د تخار ولایت مشرانو له ملا بدري سره د خلکو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به د قانون او د کانونو د کړنلارې او شته امکاناتو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.


د مطلب کود: 299417

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299417/په-تخار-کې-د-کانونو-قاچاق-او-غیر-قانوني-استخراج-مخنیوي-وزارت-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net