کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفیر معرفي شو

7 عقرب 1403 ساعت 10:40

ازبکستان یوبیک عثمانوف، چې پخوا یې په پاکستان کې دنده ترسره کوله، په افغانستان کې د بشپړ واکونو سره د تاشکند د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.


آوا - کابل: د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفیر اویبک عثمانوف پرون (یکشنبه، د لړم ۶مه) کابل ته راورسېد.

عثمانوف له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴ کال پورې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی له ۱۹۹۸ کال راهیسې د دغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده ترسره کړې او په مرکزي دفتر او نړیوالو ماموریتونو کې یې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

عثمانوف په افغانستان کې تر ټاکل کېدو مخکې په مصر او پاکستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

نوموړی له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ کال پورې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم و.

نوموړی د یادګار شادمانوف ځای ناستی شو، چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې یې په افغانستان کې د ازبکستان د ګټو استازیتوب کاوه.

باید یادونه وشي چې اسلامي امارت له ازبکستان سره ښې اړیکې لري.


د مطلب کود: 299410

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299410/د-افغانستان-لپاره-ازبکستان-نوی-سفیر-معرفي-شو

آوا
  https://www.avapress.net