کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د اسیا د کرکټ د ځوانانو د جام اتلولي خپله کړه

7 عقرب 1403 ساعت 9:30

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د کرکټ د جام اتلولي خپله کړه.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، چې هندوستان ته يې په وروستۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه، په پايلوبه کې د سريلانکا لوبډلې ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه او په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د جام اتلولي خپله کړه. 

دا لوبه د افغانستان په وخت ماښام شپږ بجې د عمان په کوربه توب پیل شوه.

تر دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه خپره کړې وه او د اسیا جام سیالیو د ګټلو لپاره یې د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي خبره کړې وه.


د مطلب کود: 299403

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299403/افغانستان-د-اسیا-کرکټ-ځوانانو-جام-اتلولي-خپله-کړه

آوا
  https://www.avapress.net