کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په شمال کې د تیلو د استخراج د فابریکې په جوړولو کې د اذربایجان د پانګوالو لېوالتیا

5 عقرب 1403 ساعت 16:07

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په افغانستان کې د اذربایجان سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي چې د اذربایجان پانګوال غواړي د جست، سمنټو، سرو زرو، سپینو زرو، اوسپنې، مسو په کانونو کې پانګونه وکړي او د نفتو د استخراج لپاره یو معیاري فابریکه جوړ کړي. 


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د عقرب ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري الهام د اذربایجان له سفیر محمدوف او د هغوی له سلاکار ابراهیم غفاروف سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو، د ګډو همکاریو د پر اختیا په ځانګړي ډول د هېواد د کاني زیرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وشوې.
د اذربایجان سفیر په تېرو درېیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې د اذربایجان پانګوال غواړي د جستو، سمنټو، سرو زرو، سپینو زرو، اوسپنې او مسو په کانونو کې پانګونه وکړي د افغانستان په شمال کې د تیلو د استخراج فابریکه جوړ کړي.
هغه د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو په برخه کې د اذربایجان د پانګوالو ژمنه هم څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدارنګه څرګنده کړه چې دغه وزارت د افغانستان د کانونو په زېرمو کې د پانګونې په برخه کې د ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي او هغوی ته به اسانتیاوې برابرې کړي.


د مطلب کود: 299313

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299313/د-هیواد-په-شمال-کې-تیلو-استخراج-فابریکې-جوړولو-اذربایجان-پانګوالو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.net