کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان: پر ایران برید د ملي حاکمیت سرغړونه او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

5 عقرب 1403 ساعت 13:22

سعودی عربستان د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم پوځی تیری وغانده او هغه یې له ملی حاکمیت څخه سرغړونه او د نړیوالو قوانینو خلاف وبلله.


آوا: د سعودی عربستان د رسمی خبری آژانس (واس) د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کښې راغلی دی: هغه پوځی تیری چې د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف ترسره شو، د ملی څخه حاکمیت سرغړونه او د نړیوالو قوانینو خلاغ دي او سعودي عربستان یې غندي.

سعودي عربستان هم له ټولو خواوو څخه د لوړې کچې د زغم او په سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او د شخړو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د پوځي شخړو د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي.

سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې او له نفوذ لرونکو او فعالو خواوو وغوښتل چې په سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او شخړو د پای ته رسولو لپاره خپل رول او مسوولیتونه ادا کړي.

د ایران د هوايي دفاعي اډې د عامه اړیکو دفتر نن سهار په یوې اعلامیې کښې اعلان وکړ: د هوايي مدافعې مربوط سیسټم په بریالیتوب سره د تهران، خوزستان او الهام ولایتونو په پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو مخنیوی او مقابله وکړه.


د مطلب کود: 299289

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299289/سعودي-عربستان-پر-ایران-برید-د-ملي-حاکمیت-سرغړونه-او-له-نړیوالو-قوانینو-ده

آوا
  https://www.avapress.net