دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 299280
په پنجشېر کې د پټاټې حاصلات ٢٢ سلنه زيات شوي دي
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پټاټې په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ریاست د شمېرو له مخې تېر کال په دغه ولایت کې د پټاټو حاصلات ۸۲۹۰ ټنه وو.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال په پنجشېر کې د پټاټو حاصلات ۹۸۵۸ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال سخت اورښتونه به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرنيزو محصولاتو په حاصلاتو کې زياتوالى راولي.
https://avapress.net/vdcfc1d0xw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته