کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې د پټاټې حاصلات ٢٢ سلنه زيات شوي دي

5 عقرب 1403 ساعت 11:33

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پټاټې په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ریاست د شمېرو له مخې تېر کال په دغه ولایت کې د پټاټو حاصلات ۸۲۹۰ ټنه وو.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال په پنجشېر کې د پټاټو حاصلات ۹۸۵۸ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د يادونې وړ ده، چې سږ کال سخت اورښتونه به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرنيزو محصولاتو په حاصلاتو کې زياتوالى راولي.


د مطلب کود: 299280

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299280/په-پنجشېر-کې-د-پټاټې-حاصلات-٢٢-سلنه-زيات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net