کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اشغال شوي فلسطین باندې د عراق د اسلامي مقاومت ډرون برید

5 عقرب 1403 ساعت 11:08

دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار اعلان وکړ چې په اشغال شوی اکیر کښې یې په پوځی هدف د بې پیلوټه الوتکې حمله کړې ده .


آو: د عراق د مقاومتی ځواکونو د رسنیو د راپور له مخې، له عراق څخه د بې پیلوټه الوتکې د حملې خبر له هغه وروسته دی چې د صهیونیسټ رژیم داخلی جبهه یو ساعت مخکې اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکو د ګواښ سایرن وزیږول شو. 
 
د صهیونیسټي سرچینو د رپوټونو له مخې په لویدیځه ګیله کښې هم د بې پیلوټه الوتکو د حملې د خطر زنګونه اوریدل شوي دي.
 
د عراق د اسلامي مقاومت ډلې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې او شنبې په سهار اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې په اشغال شوي ګولان کې یو مهم هدف په نښه کړی دی.
 
د عراق مقاومت په تیرو اونیو او میاشتو کښې هم د نیواک شوی فلسطین په جنوب کښې په ایلات کښې حساس او مهم هدفونه په نښه کړل .
 
دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کښې نیواکګرو سیمو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی.


د مطلب کود: 299273

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299273/په-اشغال-شوي-فلسطین-باندې-د-عراق-اسلامي-مقاومت-ډرون-برید

آوا
  https://www.avapress.net