کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مصر ته د حماس د لوړ پوړو چارواکو سفر

4 عقرب 1403 ساعت 15:52

د حماس پلاوی چې مشري یې الحیا کوله، د پنجشنبې په شپه قاهرې ته ورسېد چې د مصر د اطلاعاتو له وزیر سره وګوري او په غزه کې د اوربند په اړه ورسره خبرې وکړي.


آوا: د الاقصی شبکې د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) یو پلاوی د دغه غورځنګ د سیاسی دفتر د مرستیال خلیل الحیا په مشرۍ د مصر هیواد پلازمینې ته سفر کړی دی. 
 
د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړی اسامه حمدان مخکې له المیادین شبکې سره په مرکه کښې وویل: منځګړو د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره د هلو ځلو له شتون څخه خبر راکړی دی خو د مذاکره کوونکی ټیم حماس د حرکت له اصولو سره سم عمل کوي.»
 
هغه څرګنده کړه: د حماس پلاوی د وړاندیزونو د اوریدو لپاره قاهرې ته تللی خو دا د حماس په اصولو او غوښتنو کښې د بدلون په معنا نه ده.
 
حمدان څرګنده کړه: د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن وړاندیزونه د لبنان په چارو کښې د امریکې د خاص استازي اموس هوچشټین (Amos Hochstein) سره توپیر نه لري او دواړه د امریکې او صهیونیسټي رژیم له ګټو سره سمون لري.
 
دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړی ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم هیڅ بندیان به له غزې تړانګې څخه دجنګ له ختمیدو او د نیواکګرو له بشپړ وتلو پرته ازاد نشی .


د مطلب کود: 299236

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299236/مصر-ته-د-حماس-لوړ-پوړو-چارواکو-سفر

آوا
  https://www.avapress.net