کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عمران خان مېرمن په ضمانت خوشې شوه

3 عقرب 1403 ساعت 16:20

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي بي چې د دولتي سوغاتو د غیر قانوني پلورلو په قضیه کې په بند محکومه شوې وه، په ضمانت خوشې شوه. په همدې حال کې د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان له فدرالي حکومته غوښتي چې عمران خان دې د قضايي قضیو د حل لپاره محکمې ته حاضر کړي.


آوا: د اسلام اباد سترې محکمې په یوه حکم کې د پاکستان له فدرالي حکومت عمران خان څخه غوښتي؛ د قضایي قضیو د حل لپاره د مخالفې ډلې مشر محکمې ته راوستل؛ د محکمې قاضي دا هم وویل: که حکومت عمران خان محکمې ته نه راکاږي، باید کره دلیل وړاندې کړي.
له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان فدرالي حکومت د امنیتي دلایلو له کبله د خان محاکمه په زندان کې کړې ده.
له بلې خوا حکومت له خان سره هر ډول ملاقات او حتی د هغه د محاکمو اورېدنه هم منع کړې ده او په زندان کې يې د هغه خلاف سخت گامونه پورته کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د دولتي شتمنیو د غصب په تور له ۲۶۴ ورځو بند تېرولو وروسته نن سهار د یو میلیون روپیو په ضمانت خوشې شوه.
تېره ورځ د يادې محکمې قاضي د کافي شواهدو او دلايلو د نه شتون له امله د نوموړي د خوشې کېدو حکم صادر کړى و، خو نن خوشې شو.
د بله پلوه د امریکا د استازو په مجلس کې څه دپاسه ۶۰ ډیموکراټ وکیلانو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې د اګست د میاشتې راهیسې په زندان کې دی د خوشې کولو لپاره د واشنګټن له نفوذ څخه کار واخلي.
بایډن ته د کانګرس په لیک کې راغلي: "موږ نن لیکي چې له تاسو څخه وغواړو چې د عمران خان په ګډون د سیاسي بندیانو خوشې کولو او د بشري حقونو د پراخه سرغړونو مخنیوي لپاره د پاکستان په حکومت باندې د متحده ایالاتو د پام وړ نفوذ څخه کار واخلئ."


د مطلب کود: 299208

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299208/د-عمران-خان-مېرمن-په-ضمانت-خوشې-شوه

آوا
  https://www.avapress.net