کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب کښې د خپلو څلورو نورو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ

3 عقرب 1403 ساعت 14:39

صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې د اسرائیلي رژیم د پوځیانو او د حزب الله د ځواکونو ترمینځ په نښتو کښې څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي دي.


آوا: په داسې حال کې چې د صهیونیسټ رژیم سخت پوځی سانسور له حزب الله سره په جنګ کښې د صهیونیسټی پوځیانو د مرګ ژوبلې د کره احصائیو د خپرولو اجازه نه ورکوی، صهیونیسټی رسنیو نن اعلان وکړ چې په دغو نښتو کښې پرون د اسراييلي پوځ او حزب الله ځواکونو ترمنځ په نښته کې څلور اسراييلي عسکر ووژل شول او څو نور ټپيان شول.
د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو کمیټې تیره شپه په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: په سرحدی سیمو کښې د حزب الله د جنګیالیو د عملیاتو په لړ کښې او د هغو کتنو له مخې چې ترسره شول؛ تراوسه دصهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۷۰ پوځیان وژل شوی او څه دپاسه ۶۰۰ نور پوځیان ژوبل شوی دی . دغه راز ۲۸ زغروال ټانګونه، ۴ نظامي بلدوزرونه، ۱ عراده زغروال ټانګ او یو زغروال موټر تخریب شوي دي. ۳ هرمیس ۴۵۰ ډرون او یوه هرمیس ۹۰۰ ډرون هم د لبنان د جنګیالیو له خوا وویشتل شول.
د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو کمیټې تاکید وکړ: په دغه احصائیه کښې د فلسطین په نیواک کښې د صهیونیسټ رژیم په فوځی اډو او پوستو کښې د صهیونیسټی رژیم تاوانونه او تاوانونه شامل نه دی.


د مطلب کود: 299201

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299201/صهیونیسټ-رژیم-د-لبنان-په-جنوب-کښې-خپلو-څلورو-نورو-عسکرو-وژل-کیدو-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.net