آوا - هرات: د هرات د ښاري پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني وايي، چې په دغه ولایت کې نه یوازې د ښځینه ښوونکو کمښت، بلکې د ظرفیتونو له زیاتوالي سره مخ دی.
ده دغه راز زياته کړه: د هرات د پوهنې رياست سږ کال د ازادې سيالۍ له لارې زيات شمېر ښوونکي په دندو وګومارل چې تر ډېره بريده دغه ستونزه هواره شوې او د ښوونکو د استخدام پروسه لا هم روانه ده.
د هرات د ښاري پوهنې کمېشنر هم یادونه وکړه چې د هرات د ښوونځیو ۸۵ سلنه نصاب بشپړ شوی دی.
مولوي امیني زیاته کړه: د هرات معارف په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کړې کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په همدې حال کې د هرات د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر وايي چې په دې ولايت کې ٢٣٠ خصوصي ښوونځي فعاليت کوي او د دولتي ښوونځيو ترڅنګ د خلکو د ماشومانو د زده کړې په برخه کې مرسته کوي.
د هغه په وينا، دا مهال د هرات په خصوصي ښوونځيو کې ١٥٠زره زده کوونکي او ٨زره ښوونکي په زده کړو بوخت دي.
دی وايي، په تېرو کلونو کې د پوهنې او پوهنې ریاست د مسوولینو په هلو ځلو سره د پوهنې په برخه کې مثبت او د پام وړ بدلونونه راغلي او د درسونو کیفیت د پام وړ ښه شوی دی.