کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د والیبال لوبډلې د منځنۍ اسیا څلور غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه

3 عقرب 1403 ساعت 11:37

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي به د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د دریم مقام لپاره د ترکمنستان له ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.


آوا: د افغانستان د والیبال د ملی ټیم چارواکی وایی چې د دغه هیواد لوبغاړي به نن (پنجشنبه) د ترکمنستان له لوبډلې سره د سیالیو په دې پړاو کې د دریم مقام د ګټلو په موخه سیالي وکړي.
د منځنۍ اسيا د واليبال سيالۍ د ازبکستان په کوربه توب د افغان لوبډلې په ګډون د شپږو هېوادونو په ګډون له تېرې اونۍ راهيسې پيل شوې دي.
تر دې وړاندې د المپیک ملي کمېټې اعلان کړی و، چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون په سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روانه شوې، چې د اکټوبر له ۱۸مې څخه تر ۲۵مې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، نیپال، مالدیف، سریلانکا، بنګله دېش او بوتان لوبډلو برخه اخیستې ده.
د هېواد د والیبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ښو پایلو د ترلاسه کولو په موخه له یوې میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې وه او د والیبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي حمید موحدي تر څارنې لاندې یې په جدي توګه تمرینات کول.
د المپيک د ملي کميټې د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغه سفر کې د واليبال فدراسيون اصلي تمويلوونکي کام اير او د هېواد د بدني روزنې او ورزش رياستونه دي.


د مطلب کود: 299187

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299187/د-افغانستان-والیبال-لوبډلې-منځنۍ-اسیا-څلور-غوره-لوبډلو-ته-لاره-پیدا-کړه

آوا
  https://www.avapress.net