کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د احصایې او معلوماتو ریاست:

په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو حاصلات لس سلنه زیات شوي دي

1 عقرب 1403 ساعت 17:40

د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان کړی، چې په ۱۴۰۳ کال کې په ټول هېواد کې د غنمو حاصلات څه باندې ۴،۸۳ ټنه دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې نن سه شنبه (د عقرب لومړۍ) اعلان کړی چې د ریموټ سینسنګ ټکنالوژۍ او د سټلایټ عکسونو په شننې سره یې په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو کرنې سیمې تثبیت کړې.
 
د دغه رياست د اټکل له مخې، په روان هجري لمريز کال کې په هېواد کې پر ٢،١٢ ميليونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دې جملې څخه ١،٣٨ ميليونه هکتاره يې خړوبېږي او ٧٣٦ زره هکتاره يې کرل شوي دي. 
 
د احصايې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې ترلاسه شوې شمېرې ښيي، چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې په خړوب شويو ځمکو کې ٢،٨ سلنه او للمي کرکيلې لاندې سيمو کې ٨،٢ سلنه زياتوالى راغلى او د دې زياتوالي اصلي لامل وخت ناوخت دى.
 
تر ټولو زیات غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندز ولایتونو کې کرل کېږي او تر ټولو ډېر وچ غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل کېږي.
 
د احصایې وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اټکل شوي نفوس ته په کتو، دغه هېواد ټولټال ۶،۸۲ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري او د ۱۴۰۳ کال د غنمو حاصلاتو ته په پام سره، د شاوخوا دوه میلیونه ټنو غنمو کمښت لري.
 
غنم د افغانانو اصلي خواړه دي.
 
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې په هېواد کې ۴.۳۵ میلیونه ټنه غنم تولید شوي وو.
 
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 299095

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299095/په-۱۴۰۳-کال-کې-د-غنمو-حاصلات-لس-سلنه-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net