افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (لړم ۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کرنې او کلیو د وزارتونو د رئیسانو یوه مشورتي غونډه د شنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه. په خوست ولایت کې د اسلامي امارت د پرمختیایي ادارې او مسؤلینو له لورې له پاکستان څخه د راستنیدونکو لپاره د ځمکو د پیژندنې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس اخندزاده، د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت د څېړلو په ترڅ کې د دغو کډوالو د اوسېدو لپاره د اړتیا وړ ځمکې او اسانتیاوو د برابرولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ایستلو لړۍ روانه ده.