افغان غږ خبری آژانس - کابل: د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د جلال اباد ښاروال مولوي نقیب الله طارق ویلي، چې دغه سړکونه د څه باندې دوه کیلومترو په اوږدوالي او نهه مترو په اوږدوالي د ننګرهار په ولایت کې جوړیږي. د ښار د نهمې ناحیې د "خوش ګونګباد" سیمه پیل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه دواړه سړکونه نږدې دوه کيلومتره په دواړو غاړو کې کانالونه او سلګونه متره ډبرې لري.
نوموړي يادونه وکړه، چې د يادې پروژې لګښت د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوايدو څخه ورکول کېږي او چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې په جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو کې ۱۲۰ پرمختیايي او عامه ګټې اخیستنې پروژې پلې شوي چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.