کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

30 میزان 1403 ساعت 16:52

د جلال اباد ښاروالۍ اعلان وکړ، چې د ښار په نهمه ناحیه کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د جلال اباد ښاروال مولوي نقیب الله طارق ویلي، چې دغه سړکونه د څه باندې دوه کیلومترو په اوږدوالي او نهه مترو په اوږدوالي د ننګرهار په ولایت کې جوړیږي. د ښار د نهمې ناحیې د "خوش ګونګباد" سیمه پیل شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې دغه دواړه سړکونه نږدې دوه کيلومتره په دواړو غاړو کې کانالونه او سلګونه متره ډبرې لري.
 
نوموړي يادونه وکړه، چې د يادې پروژې لګښت د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوايدو څخه ورکول کېږي او چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې په جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو کې ۱۲۰ پرمختیايي او عامه ګټې اخیستنې پروژې پلې شوي چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.


د مطلب کود: 299040

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299040/په-ننګرهار-کې-د-۳۷-میلیونه-افغانیو-ارزښت-دوو-سړکونو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net