دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 299030
د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې څه باندې ۲۷۲ زره کسانو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابرول
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی، چې له ۲۰۲۳ کال وروسته به په افغانستان کې څه باندې ۲۷۲۶۰۰ کسانو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره شی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه کسان د کار په بدل کې د نغدو پیسو په نوم پروژو کې ګومارل شوی دی.
 
FAO وايي، چې له دې پروژو سره يې له کورنيو سره د خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته کړې ده
 
دغه بنسټ زیاته کړه چې د دغو کسانو کار د اوبولګولو د سیستم په ښه کولو او د کرنیزو ځمکو په ساتنه کې هم مرسته کړې ده.
 
FAO نه دي ویلي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې یې دغه شمېر کسان ګومارلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو له بندېدو او په هېواد کې د بنسټيزو پروژو له ځنډېدو سره د بېکارۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
https://avapress.net/vdcip3arut1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته