کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې څه باندې ۲۷۲ زره کسانو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابرول

30 میزان 1403 ساعت 15:13

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی، چې له ۲۰۲۳ کال وروسته به په افغانستان کې څه باندې ۲۷۲۶۰۰ کسانو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره شی.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه کسان د کار په بدل کې د نغدو پیسو په نوم پروژو کې ګومارل شوی دی.
 
FAO وايي، چې له دې پروژو سره يې له کورنيو سره د خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته کړې ده
 
دغه بنسټ زیاته کړه چې د دغو کسانو کار د اوبولګولو د سیستم په ښه کولو او د کرنیزو ځمکو په ساتنه کې هم مرسته کړې ده.
 
FAO نه دي ویلي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې یې دغه شمېر کسان ګومارلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو له بندېدو او په هېواد کې د بنسټيزو پروژو له ځنډېدو سره د بېکارۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.


د مطلب کود: 299030

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299030/د-ملګرو-ملتونو-له-خوا-په-افغانستان-کې-څه-باندې-۲۷۲-زره-کسانو-ته-لنډ-مهاله-کار-زمینه-برابرول

آوا
  https://www.avapress.net