دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 299028
په افغانستان کې تر ۳ میلیونو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او ۸۴۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په شدید خوارځواکۍ اخته دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په ژمي کې به دغه وضعیت لاپسې خراب شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو راپور وایی: له دې جملې څخه ۱.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ او اړوندو روغتیایی اختلالاتو سره مخ دی، چې دا یو داسې وضعیت دی، چې له وخته د مړینې او نورو اختلاطاتو سره مخ دی، چې د کمزوری ادراکی فعالیت او کمښت په شمول وده
په راپور کې راغلي چې کندهار او پکتیکا ولایتونه په افغانستان کې د ځپل شویو ولایتونو په ډله کې دي.
خوارځواکي په افغانستان کې د اوږدمهاله وچکالۍ، طبیعي پیښو، د وګړو بې ځایه کیدل، د ژوند په لګښتونو کې ناڅاپه زیاتوالی، د خوړو نه خوندیتوب او پراخه بیکاري په شمول د پیچلو لاملونو له امله د عامې روغتیا یوه لویه اندیښنه ده.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال د مې او سپټمبر تر منځ د خوارځواکۍ کچه بې ساري او خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.
دې سازمان په خپل راپور کې یادونه کړې: د حاد خوارځواکۍ پیښې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي، داسې وضعیت چې د محدودو سرچینو شتون او د موجوده روغتیایی مرکزونو ظرفیت باندې فشار راوړي.
باید وویل شي، چې د سړې موسم په رارسېدو او د سون توکو د بیو لوړېدو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.
https://avapress.net/vdcf01d0cw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته