افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له کندهار څخه ۶۱.۲۵ کیلو ګرامه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو صادراتو ډېره برخه متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته وو.
هغه زياته کړه، تېر کال دغو هېوادونو ته ١٧،٩٦ کيلوګرامه زعفران صادر شوي وو، چې سږ کال صادرات د تېر کال په پرتله ٢،٥ برابره ډېر ښيي.
هغه زياته کړه، سږ کال زعفران نه يوازې سيمه ييزو بازارونو، بلکې نړيوالو بازارونو ته هم ننوتلي، په ځانګړې توګه د کرنيزو محصولاتو په برخه کې يې د کندهار لپاره نوی ارزښت او حيثيت راوړی دی.
تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو ای اېف پي ته ویلي وو، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.