آوا - کابل: د اسلامی امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد نن ویلي چې د یکشنبې په ورځ ناوخته په غور ولایت کې د «وحشیانو یوه ډله» له منځه وړل شوې ده.
مجاهد وايي، د دغې ترهګرې ډلې غړي هماغه کسان وو چې د ربیع الاول په ۹مه یې د غور په مرکز کې پر شیعه ولسي وګړو برید وکړ چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان ووژل شول.
هغه زیاته کړه، دغې ډلې په غور، کابل او بامیان کې په ګڼو بریدونو کې هم لاس درلود.
د اسلامی امارت ویاند وویل: له تیرې یوې اونۍ راهیسې د اسلامي امارت د خاصو مجاهدینو له لوري د دوی پر ضد عملیات پیل شوي او د الله تعالی په نصرت د عملیاتو په پایله کې د دغې ډلې یو شمیر غړي نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
مجاهد ویلي چې د یکشنبې په ورځ د غور ولایت د مارکو په سیمه کې د داعش د غړیو پر پټنځای عملیات شوي چې د دغې ډلې مشر او یو بل مهم غړی یې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې څخه يوه اندازه وسلې، مهمات، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، «له بده مرغه دا ډله هم په مستقیم ډول په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه رهبري کېده.»
هغه دا هم وویل چې دوی خپل ټول بریدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د مشرتابه تر مستقیمې لارښوونې لاندې کړي دي.
د بیان په پای کې د یادولو وړ ده چې د دې ډلې یو شمیر نور همکاران هم نیول شوي چې غوښتل یې بلوچستان ته وتښتي.
د یادولو وړ ده چې پرون سهار په غور ولایت کې سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې له غړیو سره نښته کړې ده.