دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 298977
چین په بامیان کې د ۲۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا یوه فابریکه جوړوي
د اوبو او انرژۍ وزیر بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین د حکومت په مالي همکارۍ په دغه ولایت کې د ۲۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د انرژۍ او اوبو وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د انرژۍ او اوبو وزیر بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په کابل کې د چین له سفیر سره؛ د دغه بريښنا دستګاه د جوړولو ځاى د دره اجدر په ساحه کې تثبيت شوى دى او دواړو لورو د لومړنيو کار د څيړنې په ترسره کولو ټينګار کړى دى.
ویل شوي، چې په بامیانو ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې ساحې ته د انرژۍ او اوبو د وزیر د سفر موخه په نږدې راتلونکي کې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره د زمینې برابرول دي.
د انرژی او اوبو وزارت د رسنیو دفتر ټینګار وکړ: د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د پروژی له ساحې څخه د لیدنی پر مهال وویل: ددی پروژی ابتدایی مطالعات مخکی پای ته رسیدلی دی او اوس ددی پروژی په مرسته تطبیقیږی.
په همدې حال کې د بامیانو والي وايي چې د بامیان خلک برېښنا ته سخته اړتیا لري، نو هیله ده چې د دې پروژې کار ژر تر ژره پیل شي.
له بلې خوا د چین سفیر ډاډ ورکړ چې چین به د دې پروژې عملي کولو ته ژمن وي.
ویل شوي، چې د لمریزې برېښنا دغه پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري، چې د برېښنا په برخه کې به د بامیانو د خلکو لویه برخه اړتیاوې پوره کړي.
https://avapress.net/vdchq6niq23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته