کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین په بامیان کې د ۲۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا یوه فابریکه جوړوي

30 میزان 1403 ساعت 9:41

د اوبو او انرژۍ وزیر بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین د حکومت په مالي همکارۍ په دغه ولایت کې د ۲۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړېدو اعلان وکړ.


آوا - بامیان: د انرژۍ او اوبو وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د انرژۍ او اوبو وزیر بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په کابل کې د چین له سفیر سره؛ د دغه بريښنا دستګاه د جوړولو ځاى د دره اجدر په ساحه کې تثبيت شوى دى او دواړو لورو د لومړنيو کار د څيړنې په ترسره کولو ټينګار کړى دى.
ویل شوي، چې په بامیانو ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې ساحې ته د انرژۍ او اوبو د وزیر د سفر موخه په نږدې راتلونکي کې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره د زمینې برابرول دي.
د انرژی او اوبو وزارت د رسنیو دفتر ټینګار وکړ: د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د پروژی له ساحې څخه د لیدنی پر مهال وویل: ددی پروژی ابتدایی مطالعات مخکی پای ته رسیدلی دی او اوس ددی پروژی په مرسته تطبیقیږی.
په همدې حال کې د بامیانو والي وايي چې د بامیان خلک برېښنا ته سخته اړتیا لري، نو هیله ده چې د دې پروژې کار ژر تر ژره پیل شي.
له بلې خوا د چین سفیر ډاډ ورکړ چې چین به د دې پروژې عملي کولو ته ژمن وي.
ویل شوي، چې د لمریزې برېښنا دغه پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري، چې د برېښنا په برخه کې به د بامیانو د خلکو لویه برخه اړتیاوې پوره کړي.


د مطلب کود: 298977

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298977/چین-په-بامیان-کې-د-۲۰-میګاواټو-ظرفیت-لمریزې-برېښنا-یوه-فابریکه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.net